کابل\باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
په جوزجان ولايت کې مظاهرې نن نهمې ورځې ته ورسيدې.
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
اعتراض کوونکو (موږ د قيصاري خلاصون غواړو! د جنرال دوستم راستنيدل غواړو! سوله،عدالت او برابري غواړو!) د شعارونوپه ورکولو سره د شبرغان په واټونوکې خپل لاريون ته دوام ورکړ .
دوى دغه راز خبر دارى ورکړ چې د خپلو غوښتنو تر پوره کولو پورې خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي او د اړتيا په صورت کې به د مسوولينو د بې تفاوتيو په وړاندې جدي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په شبرغان ښارکې له نهو ورځو را په دې خوا دولتي ادارې، ښوونځي، بانکونه او دوکانونه تړلي دي او د دغه ښارخلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي .
پاى \ ج\ ذ