20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجلال اباد _ تورخم لويه لاره له ډار اچوونکو څخه پاکه شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد چنګاښ  نولس٢٣
دجلال اباد – تورخم دلويې لارې په دواړو خواو کې په لسګونه کلي  د ډار اچوونکي له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه کلي  دپوليسو او دملي اردو  دسلګونو تنو  پوځيانو په ګډون  دپوځي عملياتو په بهير کې  دډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې  دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې  د جلال اباد _ تورخم دلويې لارې په دواړو خواو کې په لسګونو کلي  دډار اچوونکي له شتون څخه پاک شوي دي .
دجلال اباد – تورخم  لويه لاره  په وروستيو کلونوکې دوسله والو  ډار اچوونکو بريدونو ډګر و  چې مسافرو په ويره په دغه لاره تګ راتګ کاوه .
دهېواد په ختيځ  کې پوځي مقامات وايي  چې  زياتره کلي دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
  په ننګرهار کې  پوځي مقامات  وايي  چې دغه عمليات به  دجلال اباد – تورخم دلويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Saturday, 14 July 2018 12:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.