17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

په نيمروز کې د ١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

زرنج \ باخترد زمري دمياشتې ٢٥ نيټه : ...

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

جلال آباد\ باختر دزمري دمياشتې ٢٥نيټه : د ننګرهارپه بټي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمګانوکې مظاهرو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د  دوستم په ملاتړ او د قيصاري د خلاصون په اړوند مظاهرو خلک انديښمن کړي دي.
د باختر آژانس  دخبريال دخبرله مخې:
اعتراض کوونکو له دوو ورځو را په دې خوا د ايبکو ښار په مرکزي پارک او د آق مزار، شبرغان او د ايبکو ښار په د بندر سيموکې راټول شوي دي او د کابل _مزاشريف لويه لاره يې د ترافيکوپرمخ تړلې ده.
دوى هټيوالو ته خبردارى ورکړى دى چې خپل دوکانونه وتړي او له فعاليت څخه ډډه وکړي او د تحصن د خيمو په درولو سره وايي: تر هغه وخت پورې چې د دوى غوښتنې د حکومت  له خوا ونه منل شي، خپلو مظاهروته دوام ورکوي .
په همدې حال کې د سمنګانو خلکو په خپل ښارکې د مظاهرو له امله  شکايت کوي.
دوى وايي چې په ښارکې خوراکي توکي نه پيداکيږي، پچيان يې ښوونځيو ته نه ځي او ناروغان نه شي کولاى خپله درملنه وکړي او هره ورځ د دوى ستونزې زياتيږي .
دوى له مرکزي حکومت څخه غواړي چې ډير ژر دغه ستونزه حل کړي چې عادي خلک له دغو ستونزو څخه خلاص شي .
پاى\ ج\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.