22 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

روزګانیان د انتخاباتو له بهیر څخه خوښ نه دي

ترینکوټ باختر د تلې ۳۰ مه د روزګان ولایت د ګیزاب...

د زابل په والي وسله وال برید شوی

قلات باختر د تلې ۳۰ مه د زابل پر والي رحمت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ترانسپورت وزير دملي بس تصدۍ له بېلابېلو څانګو څخه کتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧نيټه :       
د ترانسپورت  وزير محمدحميد طهماسي  پرون مازيګر د ملي بس د نويو پرزو ډيپوګانې چې د دوست هېواد هندوستان  له خوا د ښاري بسونو د ترميم په مقصد دغې  تصدۍ  ته رسيدلي دي  وکتلې  .
دباختر آژانس دخبرله مخې ؛ دترانسپورت وزيرله دغو ډيپوګانوڅخه  دکتنې  په وخت کې وويل ؛ دغه  وزارت  د  ترانسپورتي خدمتونو  د وړاندې کولو  او ښاريانو ته دترانسپورت په  برخه کې  دلازمو آسانتياو برابرول يې دخپلوکارونو  له لومړتيوبونو څخه  وبلل او ددغې تصدۍ  مسوولانو ته يې لارښونه وکړه چې په  ښاري بسونو کې  ددغو پرزو د سمې استفادې او د پرزو دويشلو او د موټرو     د ترميم په برخه کې شفافيت  په پام کې ونيسي  .
ده وويل ؛ دملي بس په تصدۍ کې داصلاحاتو اودشفافيت  د زمينې په برابرولو کې که ددغې ادارې هرکارکوونکى بې پروايي  وکړي  دبخښنې وړ نه دى  اوله هغوى سره قانوني چلند کېږي ، 
طهماسي دملي بس تصدۍ له ټولو څانګو څخه  له  کتنې وروسته   ددغې تصدۍ له رئيس اوکارکوونکو سره خبرې وکړې  او داصلاحاتو او د ښاري بسونو دترميمولو په برخه کې  د هغوى پيشنهادونه واوريدل  او ويې ويل   ؛  په دې تصدۍ کې دموجودو ستونزو په  پام کې نيولو سره   ديوې منظمې طرحې رامنځته کول او دملي بس دفعاليتونو تقويه کول   لازمي دي.
ده زياته کړه   دکارکوونکواو موټر چلوونکو د معاشونو  زياتوالى ، دپروګرام       او دترانسپورت وزارت دپاليسۍ اوهمغږۍد پروګرامونو دمعين تر نظر لاندې  دتخنيکي کارکوونکو جذب  او دافغانستان داسلامي جمهوريت داقتصادي عالي شورا  ته  دهغه دتائيد په مقصد وړاندې شي .
په همدې حال کې دترانسپورت وزير دقرادادونو دلاسليک کولو دلارو چارو په باب چې دهغه په رڼا کې دملي بس تصدۍ خپل ملکيتونه پخوا په کرايه ورکړي دي خبرې  وکړې او ويې   ويل چې د دغو   قراردادونو  په   لاسليک  کولو کې
نيمګړتياوې شته اوپه زياترو مواردو کې ددولت ګټې په پام کې نه دي نيول  شوي 
او دقراردادونو داصلاحاتو په مقصد اړوندو  مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.  پاى \ ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.