20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې د روزنیز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردزمري د مياشتې ١۷نيټه :  
د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې د روزنیز مرکز د بنسټ ډبره نن د مالیې وزارت د سرپرست او د زیربناء په چاروکې د ولسمشرۍ د عالي مقام د ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د المان هېواد د سفیر ښاغلي والټر هاسمن له لوري کېښودل شوه.
د ماليې وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د خوندي سندونو مطبعه چې د المان هیواد په تخنیکي همکارۍ جوړیږي موخه یې په نړیوال ستندرد د ټولو دولتي خوندي سندونو چاپول دي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي وویل: "له نیکه مرغه نن د المان هیواد په همکارۍ د خوندي سندونو مطبعې د روزنېز مرکز د بنسټ ډبره اېښودل کېږي او د دې روزنیز مرکز د ودانۍ رسمي کار د پیلېدو شاهدان یو."
نوموړي زیاته کړه، "د خوندي سندونو چاپولو پروژه د ټولو خوندي دولتي سندونو، لکه پاسپورټ، برېښنایي تذکرې، د دولتي پرسونل د هویت کارتونه او ټول اړین کاغذي سندونه به په نه خوندي کیفیت، له نړیوال سټنډرډ سره سم په هیواد كي دننه کې چاپېږي."
د افغانستان لپاره د المان هیواد سفیر ښاغلي والټر هاسمن وویل: "په افغانستان کې د خپل کار په وروستیو ورځو کې ډېر خوښ یم چې د خوندي سندونو چاپولو مطبعې د بنسټ ډبرې په اېښودلو کې برخه اخلم او د دې پروژې د پرمختګ شاهد یم، کله چې د دولتي سندونو چاپولو مرکز کار بشپړ شي، د افغانستان حکومت د دې وړتیا پیدا کوي، چې خپل خوندي سندونه چاپ کړي. همدارنګه دا پروژه د المان او افغانستان د همکاریو یوه ښه بیلګه ده – نه یوازې په دې دلیل چې بودیجه یې د المان فدرال او افغانستان له خوا ورکول کېږي، بلکه د افغانستان د خوندي سندونو د مطبعې او د المان د اړوندو موسساتو د نږدې همکارۍ ښودنه هم کوي."
د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې پروژه د شاو خوا ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت د افغان حکومت او المان هیواد له خوا په ګډه پلي کیږي. په دې پروژوه کې د نویو تعمیرونو جوړول، مناسبه ځمکه او امنیت د مالیې وزارت مسؤلیت او د ماشینونو او تجهیزاتو برابرول، د نویو تعمیرونو طراحي او ډيزاين، د کیفیت کنټرول او د کارکوونکو د وړتیا لوړول د المان هیواد مسؤلیت دی چې تر دې مهاله په یادو برخوکې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
پای – ذ

Last modified on Wednesday, 08 August 2018 13:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.