20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې بند پاتې مسافرین له دولت څخه د کابل ـ قندهار د لويې لارې د خلاصون غوښتنه کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قندهار باختر د زمري ۲۰ مه
د هرات او یو شمېر نورو هغه ولایتونو مسافرین، چې د کابل – قندهار د لويې لارې د بندېدو له امله په قندهار ولایت  کې بند پاتې دي، له حکومت څخه غواړي، چې د لارې د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
وسله والوطالبانو د تېرې پنجشنبې په شپه د کابل – قندهار لویه لار وتړله، خو د قندهار د امنيتي مسولینو د خبرداري سره – سره یو شمېر ټرانسپورټي شرکتونو له هرات څخه قندهار ته مسافرين راوړي، چې اوس په یاد ولایت کې بند پاتې دي.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب چې نن د یادو مسافرینو لېدو کتو ته ورغلی وو په سیمه  کې د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته ویلي چې ؛ ولایتي اداره پوره هڅه کوي څو د دغو مسافرو ستونزې حل کړي.
هغه زیاته کړه، د ولایتي ادارې په هڅو او د یوشمېر ملي سوداګرو په همکارۍ يې دغو مسافرو ته  د درېو وختونو د ډوډۍ او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړې ده .
والي  وويل : دغه لړۍ به  ترهغه وخته دوام ولرې ترڅو چې د قندهار او کابل لویه لاره د مسافرو پرمخ بېرته پرانيستل کېږي .
منيب وویل چې، د مسافرو د روغتیا او درملنې لپاره یې هم يو شمېر روغتیايي ټېمونو ته دنده سپارلې ترڅو د ناروغو مسافرو درملنه وکړي.
والي زیاته کړه دغه راز یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې یوه ځانکړې سروې وکړي او هغه مسافر معلوم کړي چي ناروغان، ماشومان او مېرمنې ورسره وي  ترڅو ولایتي اداره یې د اوسېدولو لپاره د ځانکړي ځای زمینه برابره کړي .
مسافرینو د باختر اژانس  سیمه یېز خبریال ته ویلي  چې په ښار کې د اوسېدو لپاره ځای نه لري، خو اوس د قندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مرسته په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي.
د دغو مسافرينو شمېر، چي تر پنځو سو اوړي، د خوراک او څښاک پیسې یې هم خلاصې شوې او ان بېرته خپلو ولایتونو ته د تګ امکانات نه لري.
خو چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې هڅې  یې  پیل کړي څو ډېر ژر د  کابل ـ قندهار لویه  لار د ترافیکو  پرمخ پرانېزي.
پای/وصال

Last modified on Monday, 13 August 2018 04:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.