په هرات کې دوو نجونو په لامبو وهلوکې خپل ژوند له لاسه ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
په هرات ولايت کې دوو نجونو د لامبو وهلو په وخت کې خپل  ژوند له لاسه ورکړ .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نجونې  
د دغه ولايت  د چشت شريف ولسوالۍ د دهن سلما په کلي کې د لامبو وهلو په وخت کې  ډوبې شوې او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
ده زياته کړه: دغه نجونې د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ اوسيدونکي وې چې يوه يې ١٦کلنه او بله يې ٢٣ کلنه وه او د تفريح لپاره چشت شريف ولسوالۍ ته  تللې وې.
پاى\ ذکرالله

Last modified on Monday, 13 August 2018 04:29
back to top