15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بادغيس کې دښځو دتاوتريخوالي دبندولو دمحکمو درامنځته کولو دپوهاوي دپروګرام جوړول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دزمري ٢٦: دبادغيس ولايت دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دمحکمو درامنځته کولو په باب دپوهاوي ورکولو پروګرام نن په هرات ولايت کې جوړ شو . دبادغيس ولايت داستيناف محکمې لوى رييس قضاوتمند شمس الرحمن داسلام په مبين دين او دهېواد په نافذو قوانينو کې دښځې درول او مقام په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل ددغې اختصاصي محکمې جوړولو دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د قضيو له عاملانو سره دجدي چلند او مبارزې په کار کې ددولت دژمنو څرګندوى دي او ددغوجرمونو دشمير دکمښت ، دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي موضوعګانو ته دزياتې پاملرنې او جرمونو دجدي او چټک تعقيبولو په برخه کې اغيزمن دى . دبادغيس ولايت داستنياف محکمې رييس قضاوتمند محمد وزير مفتي زادهددغې محکمې جوړول يو اغيزمن او ګټور ګام وباله او ويي ويل چې له امنيتي ګواښونوسره سره ددغې محکمې قاضيان هڅه کوي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دجرمونو په څيړنه کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي او ددغو قضيو له عاملانوسره جدي او قانوني چلند وشي . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 18 August 2018 04:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.