د راي ورکولو په ٢٥٠٠ مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون  مسوولين وايي چې په هېواد کې  دراي ورکولو د ٧٠٠٠ مرکزونو له جملې څخه به په  ٥٥٠٠ مرکزونو کې به انتخابات ترسره شي
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون  وياند حفيظ الله هاشمي  چې نن يې په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې  خبرې کولې   څرګنده کړه چې دراى ورکولو د٧٠٠٠  مرکزونو له جملي څخه به  په  ٥٥٠٠ مرکزونو کې انتخابات ترسره شي  اوپه ٢٥٠٠ نورو مرکزونو کې به  دناامنيو په دليل انتخابات ترسره نه شي.
ده څرګنده کړه  که چيري په دې باب امنيتي ستونزي لېرې شي کميسيون به په دغو  مرکزونو کې  هم دانتخاباتو دترسره کولو لپاره اقدامات او تدابيرونيسي  .
هاشمي  داسلامي ګوند دمشرګلبدين حکمتيار دپرونيو څرګندونو په غبرګون کې چې په انتخاباتي کميسيونونو کې ددرغليو او دانتخاباتو  دمهندسي کولو تور ولګاوه  دشفافو  انتخاباتو  دترسره کولو لپاره دسياسي ګوندونو ، مدني فعالينو اود خلکو همکاري يو اصل وباله  اوپه هغه يې ټينګار وکړ.
پاى \ شکريه \ ذ

 

back to top