ددايکنډي ولايت په سلو کې څه دپاسه څلويښت پرمختيايي بودجه لګول شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نيلي \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
ددايکنډي والي وايي چې ددغه ولايت پرمختيايي بودجه په سلو کې څه دپاسه څلويښت لګول شوې ده .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله  مخې ؛ دغه ټکى ددايکنډي والي محمودبليغ  په يوه  خبري کنفرانس کې بيان کړ او زياته يې کړه چې دروان کال له لومړيو وختو څخه ددغه ولايت لپاره دشپاړلسو ميليونو ډالرو پرمختيايي بودجې څخه په سلو کې څه دپاسه څلويښت لګول شوې ده .
ددايکنډي والي په دې کنفرانس کې  داوبو دکمښت په باب هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ددغه ولايت په  کچه وچکالۍ  خلک زيانمن کړي دي او دميرامور ولسوالۍ ددغه ولايت دنورو ولسواليو په نسبت  زياته زيانمنه شوې ده .
بليغ  زياته کړه چې د ميرامورپه ولسوالۍ کې دوچکالۍ  له امله په ١٢٨ بيځايه شويو کورنيو خيمې ، شړۍ  او  داړتيا وړ مالونه ويشل شوي دي.
پاى\ف \  ذ


 

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:21
back to top