17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې دوياندۍ دفن روزنيز پروګرام جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

چاريکار \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دپروان ولايت دځوانانو دمديريت له خواپرون په دغه ولايت کې دځوانانو لپاره  دوياندۍ دهنر روزنيز پروګرام پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ ددغه پروګرام دپرانستلو په مراسمو کې دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئييس عبدالواحد هاشمي وويل چې  ددغه پروګرام  جوړول  د ځوانانو داستعدادونو دودې او دظرفيت لوړلو په لاره کې يوه ښه لاسته راوړنه ده او دوياندۍ دهنر زده کړه د ځوانانو ترمنځ په نفس داعتماد حس لوړوي
په دغو مراسمو کې دپروان ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو د چارو  دمديريت سرپرست سيدمحمد يوسفي ددغه پروګرام دڅرنګوالي په باب وويل؛چې دوى دنورو روزنيزو پروګرامونو ترڅنګ دوياندۍ د هنر دپروګرامونو دويم پړاو  ديوې مياشتې لپاره پيلوي  چې په لسګونو تنه نجوني او ځوانان به پکې ګډون وکړي.
پاى \ ف \ ذ


 

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.