13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د داعش په ډلې پورې...

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د هرات پوليسو په دغه...

اوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : اوولس تنه داعشيان د هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داغاخان بنسټ دکابل سيند دواړو غاړو ځينې برخې بيا رغاوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن داغا خان بنسټ له استازو سره په کتنه کې دکابل سيند ددواړو غاړو دځينو برخو او دکابل دبالاحصار دبيا رغاونې په باب خبرې وکړې . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دواړو لورو دغه راز په دې کتنه کې موافقه وکړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ او دښار او کور جوړولو دوزارتونو، کابل ښاروالۍ اوداغا خان بنسټ ترمنځ دڅلور اړخيز تفاهم ليک دطرحې په باب کار دې پيل شي چې له مخې به يې دکابل دتاريخي او لرغونو ساحو دساتنې لپاره زياتې زمينې برابرې شي . دغه راز داغا خان بنسټ استازو ژمنه وکړه چې دارتل پله له ساحې څخه دمحمود خان ترپله پورې دکابل سيند ددواړو غاړو دبيا رغاونې بهير ديوه تفاهم ليک په چوکاټ کې چې دافغانستان ددولت اوداغا خان بنسټ ترمنځ لاسليک شو ترسره کېږي دارتل پله له ساحې څخه دمحمود خان ترپله پورې د کابل سيند ددواړوغاړو په بيا رغاونې سره به هغه لرغونې ساحې او ځايونه چې په تګلوري کې دي زيات خوندي شي . دغه راز داغا خا ن بنسټ دکابل بالاحصار دځينو برخو دبيا رغاونې ، پخولو او جوړونې کار هم ترلاس لاندې نيولى دى . داغا خان بنسټ داستازي دڅرګندونوله مخې، ډير ژربه له دوست هېواد المان څخه يو تخنيکي ټيم کابل ته سفر وکړي .او دپرمختللو تخنيکي وسايلو په واسطه دلرغونپوهنې دڅيړنو په برخه کې دلرغونپوهنې دسروې او کيندنو کار اسانه کړي . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Monday, 17 September 2018 04:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.