18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د بې سندو او تورو ښېښو لرونکو موټرو استفاده منع شوه

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په غزني ښارکې له بې سنده...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په201سیلاب قول اردو کې د عاشورا د ورځی په مناسبت د قرآنکریم ختم وشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \ باختر دوږي دمياشتې ٢٨ نيټه: د201سیلاب قول اردو په قرارګاه کې د عاشورا د ورځی په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو. دغه مراسم نن له غرمی مخکی د۲۰۱سیلاب قول اردو د قرارګاه په جامع جومات کی د۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال بریدجنرال محمدعلی «شجاعی» د قول اردودعقیدتی اوفرهنګی چارومدیرډګروال مولوی عجب خان «صافی» دقول اردو د قرارګاه د ادارو دمدیرانو اود یوشمیر جزوتامونو د قوماندانانو، افسرانو، بریدملانو او سرتیروپه ګډون جوړشوی وه. لومړۍ ددغې ورځ په مناسبت دقرآن عظیم الشان ختم وشوچی د قرآن عظیم الشان له ختم وروسته لومړی دقول اردومرستیال بریدجنرال محمدعلی «شجاعی» دعاشوری د ورځی اودکربلاپیښی شهیدانو (اباعبدالله الحسین رض ) اودهغه ملګرو په اړه خبری وکړی اوداسلام مبارک دین دبریا په برخه کی یی د پیغمبرص اوصحابه کراموتکلیفونو، اوشهادتونو باندی په عمومی توګه رڼا واچوله. ورپسی دقول اردوعقیدتی اوفرهنګی چارومدیر ډګروال مولوی عجب خان «صافی» ددغې ورځی په مناسبت هراړخیزه خبری وکړی اودشهادت مقام یی بیان کړ: او ویی ویل : الله (ج) په خپل سپیڅلی کلام کی فرمایلی دی: هرهغه څوک چی د الله (ج) په لاره کی شهیدان شوی دی هغو ته مړه مه وایاست هغوی ژوندی دی مګرتاسی یی نه وینی . دعقیدتی اوفرهنګی چارومدیر وویل: یوشهید کولای شی چی (۷۰) تنه ګنهګار او دوزخیان له ځان سره جنت له ځانه سره بوځي اوزیاته یی کړه: ترڅوچی دغه دنیا وی،د اسلام مبارک دین ، جهاد اوشهادت به (ترقیامت ) پوری دوام لری . باید ووایم دویاړځای دی لکه څرنګه چی تل لپاره افغانانو دتاریخ په اوږدو کی داسلام مبارک دین د بیرغ د اوچته ساتلواود ګران هیوادافغانستان دآزادی اواستقلال لپاره خپل ځانونه قربان کړی نن ورځ دهیواد دفاعی او امنیتی ځواکونه چی ددی هیواد رښتینی، وطنپاله اود اسلام په دین مین بچیان دی داسلام مبارک دین او دسرلوړی هیواد افغانستان دبیرغ درپانده ساتلولپاره خپل ځانونه په خطرکی اچولی او دخپلو شریفو اوعزتمندو هیوادوالو دسوکاله اوآرام ژوند د برابرولوپه خاطر هر راز سرښندنوته تیاردی اوهيڅ چاته به ددې اجازه ورنکړی چی د دوی په خاوره کی وحشت اودهشت خپورکړی. په پای کی دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دکربلاپیښی شهیدانو، دټولی نړی اوافغانستان په دین مینوشهیدانواو دملی دفاعی امنیتی ځواکونو ټولو شهیدانو ته چی داسلام مبارک دین اوخپل ګران هیواد دآزادی په خاطریی خپلی وینی تویی کړی د فردوس جنت ، ټپيانوته سملاسي روغتیا اوکورنیوته یی دجمیل صبرهیله وکړه . پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.