19 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

جمهور رئیس غني د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته درناوی وکړ

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور...

جمهور رئیس غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باخترد وږي ۲۹
نن دمحرم د میاشتې لسمه ، د عاشورا ورځ ده او د نړۍ مسلمانان د کربلا د اتل  امام حسین  د پاڅون درناوی کوي او یوځل بیا د حق اوعدالت په داعاده کولو کې خپله ژمنه نوې کوي .
د باختراژانس مفسرلیکي: د محرم الحرام د میاشتې لسمه د عاشورا ورځ ، د امام حسین د پاڅون د درناوي ورځ ده او د نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه ډیره تاریخي ورځ ده ، هغه ورځ چې د اسلام د سترپیغمبرحضرت محمد مصطفی ص لمسى امام حسین رض  د یزید د زورزیاتی او سرتمبګی په وړاندې پاڅون وکړاو داسې ودرید چې شهادت یي پرذلت غوره وباله او د سرښندنې ، مقاومت ، رسالت او د ژمنې په الګوبدل شو ،
امام حسین د زمانې د ناخوالو په وړاندې په پاڅون سره ونه غوښتل چې عدالت او انسانیت د داسې شخص د ماجرا غوښتنوقرباني شي چې د هغه ورستواو کاذبوافکاروکولای شول د نړۍ د مسلمانان برخلیک اغیزمن کړي .
امام حسین چې د خپل نیکه په فکرٍي منظومو متکي و د کربلاپه پاڅون سره ثابته کړه چې د یوې لوړې مفکورې او د حق او عدالت د انساني تفکرپه شتون کې به تل پاتي وي او انساني ارزښتونه به وساتل شي
عاشورا هغه واقعه چې د تامل وړ او د ټول بشریت لپاره د پند او درس لرونکې ده چې د پیړیوپیړیو په تیریدو سره هماغه شان ځانګړی قدرت او اغیزه لري .
د امام حسین په شان د بشپړاو پیاوړي انسان د مفکورې ژوند باید د هرعدالت غوښتوونکي انسان د ژوند انه لارښود وګرځي .
هغه شخص چې د قدرت ، حکومت او خلافت د ترلاسه کولو په لټه کې نه و بلکې ځان يې د هغوارزښتونوپه ساتنې مکلف باله چې د اسلام ، قران او پیغمبرهغه د بشریت لپاره په سوغات راوړي و ،
هغه د یوه اسلامي او انساني ژوندانه پلوی و چې په هغه کې د نورو دحق او حقوقودرناوی کیده .
په هغه کي د نوروځورونې او کړونې ځای شتون نه درلود .
د ټولنیز عدالت تامینول د مسلمانانوترمنځ د وحدت ټنګښت او د مسلمانانود ټوټې ټوټې کیدو او دلګیو د ویشل کیدو مخنیوی د امام مفکوره او تفکرو .
څومره به ښه وي چې امام په هماغوافکارواو مفکورودرک شي چې په خپله يي لرل څومره به ښه وي چې په هماغه تګلوري پښه کیږدو چې امام په هغه ګام کیښود او هغه يي په زړورتیاسره تعقیب کړ.
له بده مرغه په وروستیوکلونوکې د عاشورا د ویرې او ډارترسیوري لاندې درناوی کېږي . دبنسټپالنې ودې د امام لارویانوته جدي خطرونه متوجه کړي دي هیله ده چې امنیتي ځواکونه او د وګړنیوپاڅونونو قوتونه وکولای شي د اوسنیوامنیتي ګواښونوپه وړاندې مثبت ځواب ووايي .
دغه راز هیوادوالوته لازمه ده چې د عاشورا او د حسیني پاڅون په داسې ډول درناوی وکړي چې ددغه میړني مقام ته لازم دي  دځورونې اوکړونې مخه ونیسي ، د واټونو دتړل کیدو خنډ شي او حساسیت زیږونکی پروګرامونه او حرکات مردود وبولي .
د حسیني پاڅون د درناوي لپاره ډیره غوره لاره د تروریستي پیښو او د امنيتي ځواکونوټپیانوته د وینې ورکول دي چې کولای شي د انسان دوستي فرهنګ چې بنسټ يې د امام له خوا کیښودل شو پیاوړی کړي ختم فضل واحد

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.