ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د ځوانانو لپاره پارک جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ترینکوټ باختر د وږي  ۳۱ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن شنبه د ځوانانو لپاره د پارک دجوړولوچارې پیل شوې.
د دغه پارک د پرانیستې پرمهال د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې، په ترینکوټ ښار کې دا لومړۍ پارک دی چې د ځوانانولپاره جوړېږي.
هغه زیاتوي چې، د دغسي پارکونو جوړول به  د زیات شمېر ځوانانو په فکرونو کې مثبت بدلون رامنځته کړي .
د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار وايي،چې دغه پارک د ۷میليونو افغانیو په لګښت د ملي  بودجې په مټ جوړېږي چې په۸۶ کاري ورځو کې به ورغول شي.
د ترینکوټ ښاریان هم د دغه پارک په جوړولو سره خوښ دي خو د ورته نورپارکونو د جوړولوغوښتنه هم کوي.پای/وصال

back to top