14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: مقننه قوه ياملي شورا په هېواد...

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

کابل/ د تلې ۲۱مه / باختر له بده مرغه په افغانستان...

 دپېښو دخطرونو  دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت د فورمو د راټولولو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  وږي يو ديرشمه
د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره مکلفه ده، چې د ټولو دولتي چارواکو شتمني ثبت کړي. دغې ادارې د تېرو شپږو میاشتو په بهير کې د لوړو پوړیو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت ۱۴۰۰۰فورمې راټولې کړې دي. د دغې ادارې رییسې، ناهید ایثار، چې نن یې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له اداري فساد سره د مبارزې د سکرتریت له رییس، یما ترابي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه:" د ټولو لوړپوړیو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت د فورمو د راټولولو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی."
د لوړ پوړو او دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت موخه د اداري فساد اوپه پیسو د مزوچړچو مخنیوی، د دولت، خلکو او رسنیو د باور د راجلبولو لپاره د نظارتي میکانیزم رامنځته کول دي
د قانون له مخې د لوړ پوړو او دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت په درېوو مرحلو(ثبت، نشر او تدقیق) کې تر سره کېږي.
مېرمن ایثار وویل:" د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره د دولت د رهبرۍ له سیاسي ملاتړ څخه مننه کوي او هیله لري، چې د هیواد ټول سیاسیون له دې بهیر سره خپل دوامداره ملاتړ جاري وساتي."
په همدې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت، چې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتېژۍ له تطبیق څخه د څارنې دنده په غاړه لري، وایي، چې د هرو شپږو میاشتو د کړنو راپور به له خلکو سره شریکوي. د دغه سکرتریت رییس، یما ترابي وویل:" د حکومت د چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو ثبتول، له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت له ژمنو څخه دی."
د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره، له خلکو، مدني ټولنو، علماوو شورا او نورو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د دغې ادارې ویب سایټ ته ورشي او د چارواکو خپرې شوې شتمنۍ وګوري او د شتمنیو د نشر په اړه خپل مالومات د asset.registration.gov.af ایمیل ادرس له لارې له مونږ سره شریک کړي.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.