17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دښځو ادارو ترمنځ دکار دبازار دمعلوماتي سيستم تفاهم ليک لاسليک شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دکار او ټولنيزو چارو وزير  فيض الله ذکي له پنځو ادارو سره تفاهم ليکونه لاسليک کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، فيض الله ذکي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه  وويل چې دغه تفاهم ليکونه دکار دبازار داړتياو دتشخيص او په هېواد کې دکار دماهر اومسلکي ځواک دوړاندې کولو دسمون لپاره دکار دبازار دمعلوماتي سيستم  ال ام اي اس دانکشاف په مقصد دپوهنې ، لوړوزده کړو ، کار او ټولنيزو چارو او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  د وزارتونو او دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دادارې ترمنځ لاسليک کېږي .
دغه راز په دې غونډه کې دبشري ځواک دوړاندې کوونکو  ادارو او دکار دځواک دغوښتوونکو بنسټونو ترمنځ دګډو هڅو  ١٩ تفاهم ليکونه هم لاسليک شول .
ذکي دهمغږى   دښيګڼو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې همدا اوس دادارو ترمنځ سمه همغږي شتون نه لري .
ده زياته کړه چې دکار او ټولنيزو چارو وزارت دکاردملي کنفرانس  دتصميمونو په تحقق او دوزارتونو او ددولتي او خصوصي خپلواکو ادارو ترمنځ په سمې همغږي  هوډمن دى .
ديادونې وړ ده چې دلوړو زده کړو  وزارت ، پوهنې وزارت او دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دادارې معلوماتي سيستم به دکار او ټولنيزو چارو و زارت دکار دبازار له معلوماتي  سيستم ال ام اي اس سره چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت داسان خدمت ادارې  په واسطه  پيل شوى دى ، ونښلول شي .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.