15 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې ۲۳ مه د قندهار ولایت د...

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه په ننګرهار ولایت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داستاد عجب ګل دلشاد جنازه خاورو ته وسپارل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي شلمه : دهېواد دسابقه لرونکو سندر غاړې استاد عجب ګل دلشاد جنازه نن د کابل ښار په شهداي صالحين کې ددوى په پلرنۍ اډيره کې خاورو ته وسپارل شوه . دباختراژانس دخبرله مخې ، دهېواد دسيمه ئيزې موسيقۍ سابقه لرونکى سندر غاړى استاد عجب ګل دلشاد چې د زړه دناروغى له امله کړيده تيره شپه دشپږ نوي کلنى په عمر په کابل کې وفات شو . داستاد عجب ګل دجنازې دوړلو په مراسمو کې دارواښاد دکورنى دغړو تر څنګ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دموسيقۍ رييس استاد محمد احسان عرفان ، دملي تياتر رييس ، دافغانستان دموسيقۍ دټولنې رييس او يوشمير هنرمندانو او د هغه مينه والو ګډون کړي و . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهېواددسابقه لرونکي سندر غاړې استاد عجب ګل دلشاد مړينه دسيمه ئيزې موسيقۍ په برخه کې ضايعه بولي او د ډاډ ګيرنې مراتب دارواښاد کورنى ، خپلوانو ، دوستانو ، مينه والو او د هېواد دموسيقي دهنر ټولنې ته څرګندوي . استاد عجب ګل دلشاد څه دپاسه شپيته کاله دهېواد دسيمه ئيزې موسيقى په برخه کې فعاليت وکړ او دهغه څه دپاسه سل سندرې دراډيو تلويزيون په ارشيف کې ثبت دي . داستاد عجب ګل دنارينه و دفاتحې اخستلو مراسم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، دارواښاد دکورنى او دافغانستان دموسيقي دټولنې له خوا سبا دروان کال دتلې دمياشتې په يوويشتمه نيټه دشنبې دورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکابل ښار دنوي کارتې په دريم سړک کې داحمد مصطفي په جومات کې او دښځو فاتحه دهمدې جومات په ښځينه سالون کې پرځاى کېږي . ختم _ ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 13 October 2018 04:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.