12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو...

 څلور تنه  وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ٢١مه :
په تخار ولایت کې پر ټاکنیز کمپاین د تررویستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د هېواد د پرمختګ او ولسواکۍ دښمنانو نن د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یوې نوماندې پر ټاکنیز کمپاین د تروریستي برید له امله زموږ یو شمېرهېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پرمهال وویل، د افغان ولس دښمنان د دې ډول وحشي بریدونو له لارې د ټاکنو ولسواک بهیر د بریالیتوب په برخه کې زموږ د خلکو کلک عزم او اراده نشي کمزورې کولی.
جمهوررئیس د ټاکنیزو کمپاینونو دغونډو د لا ښه امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د دښمنانو د توطئو په شنډولو کې تر پخوا لا زیاتې هڅې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې پيښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.#   
پاى – ذ

Last modified on Sunday, 14 October 2018 04:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.