09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان رُبات جوړونکو نجونو اوومه نړيواله جايزه وګټله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
د افغانستان د رُبات جوړولو د نجونو ټيم د اووم ځل لپاره په نړيواله کچه د جايزې په ترلاسه کولو بريالي شول .
د دغه ټيم دوه تنه غړې چې د دغه ټيم په استازيتوب د امريکا نيو مکزيک ته سفر  کړى و، د (چِنج مکن) جايزه وګټله .
د افغانستان د ربات جوړولو د ټيم ملاتړ کوونکې فرزانې نيکپور د باختر آژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل: د افغانستان ربات جوړونکو نجونو په دې وروستيو وختوکې د امريکا په نيومکزيک کې د (چِنج مکر ) جايزه وکټله او ټاکل شوې ده دغه ټيم د اردن او جرمني هېوادونو په سياليوکې هم ګډون وکړي.
دغه ټيم تر اوسه پورې په نهو نړيوالو سياليوکې ګډون کړى و او اووه جايزې يې ګټلې دي .
نيکپور زياته کړه: ټاکل شوې ده د ٢٠١٩ کال د فبروري په مياشت کې په افغانستان کې يو نندارتون جوړ شي چې په کې ربات جوړونکې نجونې عصري رباتونه نندارې ته وړاندې کړي .
د يادونې وړ ده چې د دغه ټيم ملاتړ کوونکي په امريکا کې رويا محبوب او په افغانستان کې  فرزانه نيکپور دي او دغه ټيم  د  ٢٠١٧ کال  له پيل څخه جوړ شو او امريکا ته يې خپل لومړنى سفر ترسره کړ چې د امريکا د (صفر ګلوبل) په سياليوکې ګډون وکړ او د ميړانې مډال يې ترلاسه کړ او وروسته د هالند او جرمني په سياليوکې هم ګډون وکړ .
دغه ټيم کاناډا ته هم سفر وکړ  چې هلته د دريو مياشتو لپاره د ربات جوړولو په برخه کې يې زده کړې وکړې او په دې وروستيو وختوکې د ربات جوړولو د ټيم دوه تنه غړي امريکا ته سفر وکړ او د (چِنج مکر) جايزه يې وګټله .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ميرمنې د ښوونې او روزنې په برخه کې له ډيرو جدي چلنجونو سره مخامخې دي، خو دغه ټيم همت کړى او د پرمختګ په لاره کې يې  ګام اخستى دى.
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.