نړيوال بانک د هرات له ښاروالۍ سره مرسته کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
نړيوال بانک د هرات ښاروالۍ د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو او د بشري ځواک د ځواکمن کولو په لاره کې مرسته کوي .
د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د نړيوال بانک مالي سلاکار ډاکتر ايرناندو ګارزون د هرات له ښاروال محمد داوود انوري سره په کتنه کې د هرات ښاروالۍ د بشري ځواک د ظرفيتونو د لوړولو او ځواکمن کولو، د شتمنيو د مديريت او د ښاري خدمتونو د عوايدو او محصول د ښه سنجولو لپاره د يو سيستم د جوړولو په اړوند د نړيوال بانک د همکاريو يادونه وکړه .
ګارزون څرګنده کړه چې د افغانستان د سترو ښارونو په ښارواليوکې د نړيوال بانک د ماهرانو څيړنې ښودلې ده چې ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لاښه وړاندې کولو لپاره د بشري ځواک ځواکمن کولو ته اړتيا لري .
د هرات ښاروال  د نړيوال بانک له سلاکار څخه وغوښتل چې ددغې ادارې  مالي او اداري برخې وګوري او اړوندې چارې وڅيړي چې ښاروالۍ د ادارې د مشرتابه هيئت ترڅنګ د بشري ځواک د کارونو د ښه والي او د ظرفيتونو د لوړولو لپاره ګټور پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي .
د هرات ښاروال زياته کړه چې د نړيوال بانک په همکارۍ د ښه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بشري ځواک د ځواکمن کولو او د شتمنيو د ښه مديريت په برخوکې کولاى شي علمي تجربې ترلاسه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

back to top