16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د جليل احمد دل آهنګ مړينه يوه ضايعه وبلله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د هرات ولايت سنتي سندرغاړى جليل احمد دل آهنګ له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
جليل احمد دل آهنګ خوږ ژبى سندرغاړى او د هرات د سنتي موسيقۍ مشهور غږونکى و چې د شنبې په ورځ په هرات ولايت کې د زړه د دريدو له امله په حق ورسيد.
د هېواد د سنتي موسيقۍ دغه پيژندل شوې څيره د ديرشمې لمريزې لسيزې په نيمايي کې په هرات ولايت کې وزيږيد او د استاد سر آهنګ او استاد قاسمي او له نورو استادانو څخه يې د سنتي موسيقۍ په زده کړه کې کلونه کلونه هلې ځلې وکړې او وروسته د امير محمد عزيزي، علي احمد دل آهنګ ، استاد ګدا محمد او د نورو استادانو ترڅنګ يې هنري فعاليتونه ترسره کړل .
ارواښاد جليل احمد دل آهنګ د هرات د موسيقۍ د اتحاديې له فعالو غړو څخه و او د ٩٠ ېمې لمريزې لسيزې په پيل کې د "جام" د سنتي موسيقۍ د ډلې په جوړولوکې هم همکاري وکړه .
جليل احمد دل آهنګ د هېواد د سنتي موسيقۍ لپاره يې د نورو هنرمندانو ترڅنګ زياتې هلې ځلې وکړې او زيات زده کوونکي يې هم وروزل چې نن هغه لارې ته   دوام ورکوي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د هېواد د دغه هنرمند مړينه د افغاني اصيلې موسيقۍ په برخه کې يوه ضايعه بولي او د هېواد هنري ټولنې او د ارواښاد کورنۍ     ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او د الله (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت، د هېواد د موسيقۍ د هنرمندانو ټولنې او د ده پاتې کسانو ته د جميل صبرهيله کوي.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.