17 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 محمد اجمل شاهپور  دمشرقي دحوزې دځوانانو حالت وڅيړه .

محمد اجمل شاهپور دمشرقي دحوزې دځوانانو حالت وڅيړه .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين محمد...

 په سرپل کې  د صداقت دفوټبال ټيم  اتل شو .

په سرپل کې د صداقت دفوټبال ټيم اتل شو .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر : په سرپل کې دسولې اودوستۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانوکې د شهيدانو کورنيو او ټپيانو مرستې ترلاسه کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو او د وګړنيو پاڅون کوونکو د اوو تنو شهيدانو له کورنيو او له اوولسو تنو ټپيانو سره مرسته وشوه.
د سمنګانو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس کرام الدين برفکي باختر آژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو او د وګړنيو پاڅون کوونکو د اوو تنو شهيدانو له وارثانو او له اوولسو تنو ټپيانو سره چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيدان او ټپيان شوي دي، د دغه رياست له خوا د خوراکي او لګښتي توکو مرسته وشوه .
برفکي زياته کړه: په هرې کورنۍ ١٠٠ کيلوګرام اوړه ، ٥٠ کيلوګرامه وريجې، ١٥ ليتره غوړي، ١٠ کيلو دال نخود، ٨ کيلو بوره، ٧ کيلو لوبيا، ٧ کيلونخود، دوه کيلو چاى، صابون، شامپو او د لوښو مينځلو مايع وويشل شوه.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Monday, 15 October 2018 11:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.