په سمنګانوکې د شهيدانو کورنيو او ټپيانو مرستې ترلاسه کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو او د وګړنيو پاڅون کوونکو د اوو تنو شهيدانو له کورنيو او له اوولسو تنو ټپيانو سره مرسته وشوه.
د سمنګانو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس کرام الدين برفکي باختر آژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو او د وګړنيو پاڅون کوونکو د اوو تنو شهيدانو له وارثانو او له اوولسو تنو ټپيانو سره چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيدان او ټپيان شوي دي، د دغه رياست له خوا د خوراکي او لګښتي توکو مرسته وشوه .
برفکي زياته کړه: په هرې کورنۍ ١٠٠ کيلوګرام اوړه ، ٥٠ کيلوګرامه وريجې، ١٥ ليتره غوړي، ١٠ کيلو دال نخود، ٨ کيلو بوره، ٧ کيلو لوبيا، ٧ کيلونخود، دوه کيلو چاى، صابون، شامپو او د لوښو مينځلو مايع وويشل شوه.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Monday, 15 October 2018 11:07
back to top