16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې تفاهم ليکونه لاسليک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت نن له مرستندويو موسسو سره درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل چې د هغو له مخې د کندز ولايت کورنيو بېځايه شويو ته به زياتې آسانتياوې برابرې شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د مهاجرنيو د راستنولو چارو وزارت نن د افغان له پرمختيايي موسسې، د سولدريتي له نړيوال بنسټ او د مديرا له موسسې سره درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل چې د هغو له مخې دغه موسسې د کندز ولايت په مرکز او د دغه ولايت د امام صاحب او خان آباد په ولسواليوکې بېځايه شويو او راستنيدونکو کسانو ته د خوراکي مصوونيت او د څښاک د اوبو د برابرولو، د معياري بيت الخلاګانو جوړول، د حرفې د رامنځته کولو او د بيړنيو فعاليتونو د تطبيق په برخوکې به همکاري وکړي.
پاى \ ج\ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.