يو تن د خپلې کوژدنې د وژنې په تور ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
دهرات ولايت  سيمه ييز مسوولين وايي چې يو تن په دغه ولايت کې د خپلې کوژدنې د وژلو په تور نيول شوى دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى دغوريان د ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې خپله کوژدنه يې د دغې ولسوالۍ د دهران په کلي کې د کلاشينکوف په ډزوسره وژلې ده.
ده وويل چې تورن په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى او پوليسو  د دغې پيښې اصلي علت کورنۍ تاوتريخوالى بللى دى.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:33
back to top