31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه سوه تنه ميرمنې په لوګرکې د زده کړې له نعمت څخه برخمنې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پل علم \باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
په لوګر ولايت کې ٢٠٠ تنه ًبېسواده ښځو د ليک لوست د پروګرامونو له نهه مياشتنۍ زده کړو څخه په ګټنې اخيستنې سره نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغو مراسموکې چې د دغو فارغانو د تصديق ليکونو د ويشلو په مقصد په پل علم ښارکې د دغه ولايت د مسوولينو په وړاندې پرځاى شول، د لوګر د  پوهنې رئيس عبدالوکيل کليوال وويل: د لوګر ولايت په مربوطاتوکې د پوهنې رياست د ليک لوست د زده کړې په ١٨ کورسونوکې ٢٠٠ تنو ښځو زده کړې دي چې د ښوونځي د دريم ټولګي معادل دوى ته سندونه ورکول کيږي چې دوى وکولاى شي خپلو نورو زده کړو ته په ښوونځيوکې دوام ورکړي.
په دغو مراسموکې د لوګر د  اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد شفيق  پوپل په اوسنيو شرايطوکې د سواد زده کړې ډيره مهمه وبلله او زياته يې کړه چې ښځې بايد هڅه وکړي چې د الله (ج) له دغه ستر نعمت څخه برخمنې شي.
اوس څه د پاسه ٢٧٠٠ تنه نارينه او ښځې په ١٠٦ روزنيزو مرکزونوکې د ليک لوست په زده کړې بوخت دي.
پاى \ شکريه\ ذ

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.