20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د جبل السراج -نجراب سړک پرانیست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ٢٣مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار پروان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د جبل السراج- نجراب سړک پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني د یاد سړک له پرانیستلو وروسته د پروان او کاپیسا ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د دې سړک پرانیستنه د پروان او کاپیسا د خلکو او کرنیز پیداوار د لېږد لپاره زیات ارزښت لري.
جمهوررئیس غني په کاپیسا ولایت کې د بریاليو عملیاتو په خاطر له امنیتي او دفاعي قواوو مننه وکړه او ويې ویل، د بګرام له څلورلارې څخه ترجبل السراج پورې د سړک جوړولو د تدارک کار هم تر یوې اوونۍ بشپړېږي.
د جبل السراج ــ نجراب سړک د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالي په دوو برخوکې بشپړ شوی چې دویم فاز یې د ۲۷،۵ کیلومترو په اوږدوالي له محمودراقي څخه تر نجراب پورې مخکې پرانیستل شوی وو او لومړی فاز یې د ۲۲،۴۸ کیلومترو په اوږدوالي له جبل السراج څخه تر محمودراقي پورې نن د جمهور رئیس له لورې تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې له کاري بهیر څخه د لېدنې پر مهال وویل، د پروان د خلکو د غوښتنو پر بنسټ مې لارښوونه وکړه د جبل السراج تاریخي ماڼۍ چې زموږ د ویاړونو او سترو فرهنګي میراثونو یوه برخه ده، احیا او بیاورغاول شي.
جمهوررئیس غني له مسوولینو څخه د یادې ماڼۍ د بیارغاونې د بهیر د چټکتیا او د غازي امان الله خان د دورې د ټولو اثارو د احیا په خاطر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه وې ویل، هیله لرم راتلونکی کال چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰ کلیزه نمانځو د ۴۰ کلن بحران او جګړې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ د خلکو د استفادې پر وړ ځایونو بدلې شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د پغمان د بالا باغ ودانۍ د احیا په حال کې دي، د جمهوري ریاست ارګ د ترمیم او احیا په وروستي پړاو کې قرار لري او د دارالامان او تاج بیګ پر ماڼیو سربېره په لغمان او ننګرهار کې پر نورو  اثارو هم کار روان دی.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، له تېر پرته مونږ خپل راتلونکی سم نه شو انځورولی.
هغه زیاته کړه، دا ټولې ماڼۍ په خلکو پورې اړه لري او هر یو یې ملي پارک دی.
د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې هیله څرګنده کړه چې د راتلونکي او نورو کلونو په بودجه کې دې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د احیا لپاره مشخصه بودجه ځانګړې شي.#
پاى- ذ

 

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.