16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې د ۸۱ شهيدانو او ټپيانو د کورنيو له وارثينو سره نغدي مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ٢٣مه :
د حکومت د اجرائیه ریاست له لوري په لغمان ولایت کې د ۸۱ شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره پنځه میلیونه ١٥٠ زره افغانۍ نغدي مرسته د اجرائيه رياست د سلاکار مخلص، د لغمان د والي محمد اصف ننګ، د ولايتي شورا د مرستيال حاجي عبدالعزيز او د يو شمېر نورو مسوولينو له خوا وويشل شوه.
د دغې مرستې د ویش په پیل کې د لغمان والي محمد اصف ننګ لومړی ټولو شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتيا هیله وکړه.
ده د اجرائیه ریاست له مقام څخه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې په هېواد کې د روانو جګړو او ناخوالو له امله بدبختانه ډیری افغانان شهیدان او ټپیان شوي چې له دغې بدبختۍ لغمان هم نه دی ژغورل شوی.
ښاغلي ننګ وویل، هڅه به وکړي چې په دغه ولایت کې د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره اړینې مرستې ترسره کړي.
د اجرائیه ریاست د سلاکار مخلص پر وينا دغه نغدي مرسته چې پنځه میلیونه یوسل او پنځوس زره افغانۍ کیږي، د لغمان ولايت  د ۲۲  شهیدانو او ۵۹ ټپیانو د کورنيو وارثينو ته ځانګړې شوې وې چې د هر شهید له کورنۍ سره ١٠٠ زره او د ټپي له کورنۍ سره ٥٠ زره افغانۍ نغدی مرسته وشوه.
په همدې حال کې د یو شمېر شهیدانو د کورنیو وارثينو له حکومت څخه مننه وکړه چې دوی ته پاملرنه کوي.
دوی وایي، خپله خاوره پرې حق لري او د کورنۍ غړي یې هم د هېواد د ساتنې په خدمت کې خپل ځانونه قرباني کړي دي.#
پاى – ذ

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.