22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس...

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د کابل د استيناف محکمې نن ...

 په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه پوليسو درې کسان د جلال اباد ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې د څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت دیوې دینې مدرسې رغول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قندهار باختر د تلې ۲۴ مه
د څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښټ د قندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رجب کلي کې د شهید عبدالحی په نامه یوه دیني مدرسه جوړه او ګتې  اخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغې مدرسې ودانۍ د پوهنې  وزارت له لوري د یو مېلیونو یو سلو څلور سوه زرو افغانیو په لګښت رغول شوې چې اته ټولګي،پنځه تشنابونه او نور ټول  د اړتیا وړ محلقات په کې شامل  دي.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وويل چې د دغې  مدرسې په  جوړېدو د دیني زده کړو سربېره  لسګونه ماشومانو ته د لیک او لوست زمینه هم برابره شوه .
هغه پر ټولو قومي او ولسي مشرانو غږ وکړ چې خپل اولادونه د عصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړو ته هم وهڅوي.پای/وصال


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.