انتخاباتي کمپاينونو دپلخمري دصنعت کارانو بازار ښه کړى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دانتخاباتي کمپاينونو له پيل سره په پلخمري ښار کې ديوشمير صنعت کارانو بازار ښه والي موندلى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دپلخمري ښار يو پخواني فلزکارچې دپلخمري ښار او مربوطاتو کې دنوماندو وکيلانو دکوچني او لويو انځورونو په چوکاټ بندى  او نصبولو بوخت دى په ډيرې  خوښي سره  دخپل کار اوبار په اړه وايي دخپل کار دترسره کولو لپاره يې څلور نوي شاګردان استخدام کړل چې په کارونو کې ورسره مرسته کړي .
حفيظ الله يواځنى  سړى نه دى چې دخپل کار او بار دښه والي په باب خبرې کوي بلکې شته نور کسبګر لکه عکاسان ، لوحه ليکوونکي ، اشپزان او هغه افرادچې دانځورونو او بيليوردونو په نصبولو بوخت دي چې په دغو ورځو کې دژوند له کار اوبار څخه خوشحالي کوي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

back to top