18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې د خښتو بټۍ د خلکو ژوند ګواښي؛ باید معیاري شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي څليرويشتمه
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان په مشرې د خښتو د بټیو د معیاري کېدو کمېسیون د خښتو د بټیو په ستونزو او معیاري کیدو بحث او خبرې وکړې.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبر کې ويل شوي دي..
په دې غونډه کې چې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال په دفتر کې تر سره شوه د وزیرانو شورا د دارالانشاء ریاست سربېره د کورنیو،کانونواو پټرولیم، اقتصاد، ښار جوړونې اودصنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ، د ځمکو خپلواکې ادارې او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې استازو ګډون درلود په ټول هېواد په ځانګړې توګه کابل کې د خښتو د بټیو غیر معیاري شتون د چاپیریال او روغتيا لپاره لویه ننګونه وبلله.
د چاپیریال ساتنې دملي ادارې د راپور له مخې اوسمهال یوازې په کابل کې ۵۲۳ بټۍ په کار بوختې دي چې هره ورځ په منځني توګه له ۳ ـ ۴ ټنو پورې سکاره کاروي چې دا د چاپیریال، کرنې او روغتيا لپاره یو لوی ګواښ دی.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت په افغانستان کې د خښتو بټۍ غیر معیاري وبللې او ويې ویل چې هیڅ بټۍ قانوني جواز نه لري او تر ډېره حده هغو ټکو ته پام نه کوي چې باید پاملرنه ورته وشي.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د کمېسیون د غړو تر سلا مشورو وروسته پریکړه وکړه چې په هېواد کې شته د خښتو بټۍ باید معیاري شي او د وزیرانو شورا له پریکړې وروسته باید ټولې شته بټۍ قانوني جواز تر لاسه او د معیاري کیدو لپاره موجود شرایط پوره کړای شي.
د اجرائیه رياست لومړي مرستيال د چاپیریال ساتنې له ادارې وغوښتیل چې د خښتو له بټو په نظارت سره له یادو بټیو د متوجه خطر او ستونزو مخنیوی وکړي او د معیاري کیدو لپاره یې یو جامع او هر اړخیز پلان په لنډمهال، منځ مهال او اوږمهال چوکاټ کې چمتو او عملي کړي. پاى- ع

Last modified on Wednesday, 17 October 2018 04:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.