18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بدخشان کې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې خدمتونه وستايل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ پرون په بدخشان ولايت کې ونمانځل شوه . په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په فيض آباد ښارکې جوړه شوې وه، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس پيغام ولوستل شو چې په هغه کې ويل شوي دي: ((د افغاني سرې مياشتې ټولنه اړو او مصيبت ځپلو خلکو ته د مرسته رسولو بنسټ دى او د افغاني سرې مياشتې ټولنه اړو خلکو ته د مرستې رسولو په لاره کې د دولت همکاره ده.)) جمهور رئيس په خپل پيغام کې د دولتي ادارو له کارکوونکو او د افغانستان له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې له دغه بنسټ سره مرسته او همکاري وکړي چې له دې لارې له اړو خلکو سره زياتې مرستې وشي. په دې غونډه کې د بدخشان والي احمد فيصل د هېواد اړو خلکو ته د مرستې رسولو په لاره کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د بشردوستانه فعاليتونو او کارونو له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې دغه بنسټ په ناپيلي او خپلواک ډول د افغانستان خلکو په تېره بيا د بدخشان خلکو ته ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي . په دې غونډه کې وينا والو په بدخشان ولايت کې د دغه خيريه بنسټ بشردوستانه فعاليتونه او کارونه وستايل او د افغاني سرې مياشتې له ټولنې سره يې د خلکو او ملي سوداګرو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.