05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې د پاليسۍ مسوده برابره شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د ښځو چارو وزارت په جنګي شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې د پاليسۍ مسوده برابره کړې ده . د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت نن په کابل کې جوړه شوه، د جمهوري رياست د دفتر د لوى رياست د پاليسۍ او څيړنې مرستيال عبدالسبحان رووف دجګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې پاليسي له جګړې څخه د زيانمنو شويو ميرمنو د ساتنې په خاطر يو ارزښتناک اقدام وباله او ويې ويل چې افغانستان له جګړې څخه يو زيانمن شوى هېواد دى او د دغې پاليسۍ برابرول يو مهم کار بلل کيږي . د ښځو چارو وزارت مسلکي او د پاليسۍ معينې سپوږمۍ وردګ د دغې پاليسۍ په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې څه ناڅه دوه مياشتې د وزارتونو او د اړوندو ارګانونو په همکارۍ په دې مسودې کار ترسره شوى دى. دې زياته کړه چې د جګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځې د ساتنې د پاليسۍ مسوده په څلورو فصلونو او يوولسو مادوکې برابره شوې ده او اوس دغه مسوده د اړوندو ارګانونو او بنسټونو نظر غوښتنې ته وړاندې شوې ده. دغه راز د مدنې ټولنو استازي عبدالمالک رحماني وويل: په اوسنيو شرايطوکې د جګړې په حالت کې د ښځو ملاتړ نه کيږي او هيله لري چې د دغې پاليسۍ په بشپړيدو سره له جګړې څخه د زيانمنو شويو ښځو د ملاتړ زمينه برابره شي . دغه راز د جګړې په شرايطو او په بيړنيو حالتوکې دښځو دساتنې دپاليسۍ دمسودې په باب د ښځو چارو وزارت د استازي له خوا تصويري معلومات وړاندې شول او برخه والو د دغې پاليسۍ په باب خپلې نظرې او پيشنهادونه وړاندې کړل . پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.