په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
تالقان \باختر دتلي دمياشتې ٢٧نيټه : په تخار ولایت کې د پوهنې د دوو پروژو د پلې کولوعملي کار پرون پیل شو . د باختر اژانس دخبریال دخبرله مخې : په دغو دووپروژو کې په تالقانوښارکې دحیاتي لیک لوست د زده کړې د مرکز او د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړول شامل دي چې د پوهنې وزارت له غیر مشروطې بودجې څخه د څه دپاسه پنځلسو میلیونوافغانیو په لګښت جوړیږي . د دغو دوو پروژو د پلي کولو عملي کارد تخارد والي ډاکترفضل الله مجددي په واسطه پیل شو او ده ټینګار وکړ چې دغه ودانۍ به په نهو میاشتوکې ګټې اخستنې ته وسپارل شي. پاى \ذکرالله \
back to top