په چاريکارو ښار کې يو واټ پخيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم  شپاړلسمه :
دپروان ولايت په مرکز  چاريکاروښار کې  دامام اعظم  ( رح )  واټ دپخولو کار نن پيل شو .
دچاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديقي  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه واټ چې دولايت څلور لاري  دمقاومت له څلور لاري سره  نښلوي دچاريکارو ښاروالۍ  له بودجې څخه  ديوسلو يوڅلويښت مليونو افغانيو په لګښت  پخيږي.
  دپروان والي وويل  چې مخکې له دې دغه سړک په چاريکارو ښار کې  ستونزې  راپيداکړې وې  چې دهغه په پخيدو سره به  ترافيکي ستونزې  لرې شي .
ده دغه راز وويل  چې دکابل _ چاريکارو دلويې لارې ددويمې کرښې دجوړولو کار  چې اووه ويشت کيلومتره اټکل شوى دى  او دبګرام  له دوه سرکې  څخه  دجبل السراج  تر ولسوالۍ پورې غځيږي  په ډير لنډ ممکن وخت کې  پيليږي .
ختم_ف_ اکرم

back to top