15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې دبريښنا بهير نن عادي بڼه غوره کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم شپاړلسمه : دبريښنا شرکت اجراييه رييس امان الله غالب وايي چې نن ماښام په کابل ښار کې دبريښنا بهير عادي حالت ته ګرځي . ده چې ددوامدارو پرچويو په تيره بيا له پرون راپديخوا چې دکابل دبريښنا په بهير کې رامنځته شوي دي په اړوند دباختراژانس خبريال ته معلومات ورکول زياته کړه دهغوتخنيکي ستونزو له امله چې له ازبکستان څخه دوارداتي بريښنا په دوو مزو کې رامنځته شوې وې ديوې مزې تخنيکي عوارض لرې شول او په بل مزي کار دوام لري . دده دڅرګندونوله مخې ، په دويم مزي دتخنيکي کار له پاى ته رسيدو وروسته به نن ماښام په کابل کې دبريښنا بهير عادي بڼه غوره کړي . ده دغه راز څرګنده کړه چې دراروانې اوونۍ دشنبې په ورځ په کابل ښار کې دبريښنا دلنډ مهالو پرچاويو مهال ويش چې ددغه شرکت په واسطه چمتو شوى دى عاموخلکو ته رسول کېږي . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Wednesday, 07 November 2018 19:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.