20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې پنځه بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 لښکر ګاه باختر د لړم ۲۸ مه
هلمند ته د جمهور رئيس د سفر پر مهال نوموړي له مسوولينو او ولسونو سره د نورو ژمنو ترڅنګ د يو  جومات، د فاتحې اخيستلو صالون، د غونډو دوه زره کسيز تالار، جمنازيوم او په بُست ولايتي روغتون کې د ناروغانو د پېوزانو لپاره د تم ځای جوړولو ژمنې کړې وې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
د دغو  ژمنو د عملي کېدو لپاره  د جمهوري رياست د عملياتي، مالي او اداري  مرستيال عبدالرحمن عطاش په مشرۍ يو پلاوی هلمند ته سفر وکړ .
دغه پلاوي د هلمند له والي تورن جنرال محمد ياسين خان او د اړوندو ادارو له مسوولينو سره په کتنه کې د  یادو پروژو د پلي  کېدو  لپاره خبرې وکړې.
د پلاوي مشر عبدالرحمن عطاش وويل:  جمهور ئیس غواړي، چې له جمهوري رياست څخه د جوړ شوي ټيم په مټ په کمو امکاناتو او غوره کيفيت سره په مرکز او ولايتونو کې ځينې مهمې پروژې پلې کړي.
دوی زياته کړه، چې شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته به د جمهوري رياست ټيم هلمند ته راځي او دغلته به د يادو پروژو عملي چارې پېلوي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د خپلو خبرو پر مهال د جمهوري رياست پلاوي ته پر ښه راغلاست ويلو سربېره له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې هلمند ته د سفر پر مهال يې په نورو برخو کې د کړو ژمنو پر تعقيب سربېره يې د يادو پنځو پروژو د چارو د پېلېدو لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کړې.
د هلمند والي ډاډ څرګند کړ، چې د پروژو د چارو په برخه کې به لازمې اسانتياوې برابرې شي او اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه، چې رسمي کارونه یې بشپړه او په اړه يې اجرات وکړي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.