12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د ولسي جرګې په درېيو تنو نوماندانو وسله وال بريد

پل علم \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته...

يو انس سره زر په ۱۲۴۳ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د ليندۍ د مياشتې۲۱ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

په هلمند کې د یوې میاشتې په بهیرکې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکرګاه/ باختر/ د لیندۍ ۲۱ مه د هلمند والي په دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې بايد په رضاکارانه کارونو کې ونډه واخلي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دليندى څوارلسمه : درضاکارانونړيواله ورځ نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو دمعينيت له لوري په کابل کې ونمانځل شوه . او درضاکارانو ديتابيس هم پرانستل شو. دباختراژانس دخبرله مخې، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرځاى شوي و په بېلابېلو برخو کې دځوانانو لپاره دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونو په باره کې معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې دهېواد په مرکز او ځينو ولايتونوکې يې درضاکارانو ملي شبکې جوړې کړې دي . ده زياته کړه هرڅوک کولاى شي چې درضاکارانو په پروګرام کې شامل شي او په تيره بيا ځوانان دې بايد په دې بهير کې ونډه واخلي اوله دې لارې له يوې خوا ټولنې او خلکو ته خدمت وکړي اوله بله پلوه کاري تجربه ترلاسه کړي . دغه راز په دغو مراسموکې دښځو دچارو وزارت معينې نبيلې مصلح په دې ترڅ کې چې درضاکارانو دنړيوالې ورځې له امله يې ټولو رضاکارانو ته مبارکي وويله درضاکارانو د ديتابيس پرانستل يې هم يوه ارزښتناکه لاس ته راوړنه وبلله . په همدې ترتيب ديو –ان- دي- پي په موسسه کې دځوانانو دبرخې مسوول نيپليون نيورو خبرې وکړې او دټولنې په پرمختګ کې په رضاکارانه کادرونو کې دونډې اخستنې په پرخه کې يې دځوانانو رول اغيزمن وباله . ده دغه راز دځوانانو دچارو له معينيت سره ديو- ان -دي -پي همکاري څرګنده کړه . ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.