21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه په میدان ښارکې د...

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : پاکستان له افغانستان سره د تجارتي...

په هرات کې پر لسګونو ښځو جايزې وويشل شوې

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : د حضرت محمد مصطفی (ص) د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات هڅان ځوانان دهېواد مخکښان دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  نن دهلمند ولايت دځوانانو له استازي سره په کابل کې وکتل .
دباختر اژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې دهلمند ولايت دځوانانو استازي مطيع الله مطيع ددغه ولايت دځوانانو امريت دکړنو او فعاليتونو په اړوند څرګندونې وکړې او دغه راز دهلمند  د ځوانانو يولړ ستونزې او غوښتنې يې دځوانانو دچارو له معين سره شريکې کړې
ده دځوانانو دچارو دمعينيت دکړو وړو له امله  دقدرداني په ترڅ کې ددغه ولايت دځوانانو دستونزو دڅيړنې او حل کولو غوښتنه وکړه .
ډاکتر سادات دهېواد په بيا جوړولو اوسمسورتيا کې دځوانانو رول اغيزمن وباله او ويې ويل چې هڅان ځوانان دهېواد مخکښان دي
دغه راز دځوانانو دچارو معين دهېواد دځوانانو داستعدادونو دودې او پرمختګ په لاره کې دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونو په باره کې  معلومات ورکړل او دامکان تر پولې پورې دهلمند ولايت دځوانانودستونزو دلرې کولو په برخه کې دهمکارى ژمنه وکړه
ده ټينګار وکړ چې ددغه ولايت  ځوانان به دښوونې او روزنې ، روغتيا ، ورزش او دظرفيت دلوړلو دپروګرامونو په برخه کې هم همکاري وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.