20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دفرهنګي دملي پاليسي مسوده  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

دفرهنګي دملي پاليسي مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

-کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد د فرهنګي ملي پاليسي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دترکيې له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دبهرينو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار پوهنتون په غصب شوې ځمکه کې جوړ شوي تاسیسات ونړول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د سلواغې ۲ مه
د ننګرهار پوهنتون په غصب شوې ځمکه کې جوړ شوي ۴۰ دوکانونه او تاسیسات ونړول شول.
د پوهنتون مسوولین وايي چې ياد دوکانونه او تاسيسات د هغو ١٢٠ ودانيو له جملې څخه دي، چې په غير قانوني توګه د پوهنتون په غصب شوې ځمکه کې جوړ شوي وو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته ويلي چې د ننګرهار پوهنتون ٥٨٠ جريبه ځمکه لري، چې اوسمهال يې يوازې ٢٦٠ جريبه په واک کې ده او پاتې ٣٢٠ جريبه یې د سيمې د اوسېدونکو له خوا غصب شوې، چې کورونه، دوکانونه او نور تاسيسات پکې جوړ شوي.
هغه وويل: د پوهنتون د غصب شوې ځمکې د ترلاسه کولو په لړ کې هغه ٤٠ دوکانونه، چې د پوهنتون په لويديځه برخه کې له تېرو ١٥ کلنو راهيسې جوړ شوي وو، د هغوى د خاوندانو سره په تفاهم ونړول شول.
فهيم زياته کړه، د پوهنتون د غصب شوې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو په موخه د جمهور رئیس له حکم سره سم د ولايت مقام له خوا يو کمېسيون ټاکل شوى، چې ډېر ژر به د پاتې ځمکو د خپلولو چارې هم پيل شي.
د هغه په وينا، د پوهنتون مصالح ورته سره کرښه ده او په دې برخه کې به هيڅ زور او مصلحت ته غاړه کېښې نږدي.پای/وصال

 

Last modified on Tuesday, 22 January 2019 07:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.