20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکترکمال سادات: د ځوانانو چارو معينيت ځوانانو ته زيات پروګرامونه عملي کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې  ۲۳مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات پرون په افغانستان کې د يونيسف د نمايندګۍ دفتر له مسوولې عادلې حضر سره وکتل.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې لومړى ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ په باب چې په هغې کې د ځوانانو پر روغتيا، کارموندنې او ښوونې او روزنې ټينګار شوى دى، هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ځوانانو چارو معينيت د اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ ځوانانو ته زيات پروګرامونه عملي کړي دي .
ده وويل چې د هېواد زياتره ځوانان ماشومانو او ځوانانو ته د جمهور رييس د پاملرنې له امله خوشحاله دي.
په همدې ترتيب عادله حضر په لنډو خبرو کې وويل  چې يونيسف هلې ځلې کوي څو د افغانستان د ځوانانو او ماشومانو د حقوقو د اعاده کولو په خاطر يولړ پروګرامونه عملي کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.