16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو مشورتي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/  دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه :
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو د قانون د تطبيق لپاره د ملي پلان د برابرولو په لاره کې د تاوتريخوالي د بندولو د ولايتي کميسيون د غړو او مدني فعالينو مشورتي غونډه نن د ښځو او ماشومانو دحقوقو د تحقيقاتي بنسټ له خوا جوړه شوه.
د ښځو او ماشومانو د حقوقي تحقيقاتي بنسټ مرستيال سلطان علي رحيمي د دغې مشورتي غونډې د جوړولو هدف د ښځو او ماشومانو پر خلاف د تاوتريخوالي د بندولو د قانون د تطبيق لپاره د عمل د پنځه کلن پلان برابرول وبلل.
د باختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي دبندولو د کميسيون استازو د يو پنځه کلن معياري پلان د جوړولو په باب خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او د اړوندو ادارو له لارې یې په معياري ډول د دغه پلان د تطبيقولو غوښتنه وکړه.
پاى\ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.