22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پنجشيرکې د روږدو کسانو شمېر د انديښنې وړ نه دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه :
په پنجشيرولايت کې د روږدو کسانو شمېر ددغه ولايت د وګړو په تناسب د انديښنې وړ نه دى .
د پنجشير ولايت د روږدو کسانو د درملنې د ٢٠ بستريز روغتون مسوولين ددغه  ټکي په څرګندولو سره وايي چې اوس په دغه روغتون کې  ۲۰ تنه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
دغه مسوولينو زياته کړه چې په روان کال کې ١٣١ تنه  نور روږدي کسان په دغه  روغتون کې درملنه شوې ده.
د پنجشير ولايت دروږدو کسانو د درملنې د ٢٠بستريز روغتون رئيس ډاکتر حامد وويل چې په دغه روغتون کې دروږدو کسانو درملنه وړيا ده.
دده دڅرګندونو له مخې ؛ رواني درملنه ، زرقيات او دتابليټونو په درملنه کې شامل دي.
ده  زياته کړه:  ددغو کسانو د درملنې موده له ١٥ ورځو څخه تريوې مياشتې پورې او يا هم درې مياشتې وخت نيسي  .
ډاکتر حامد وويل: هغه شل تنه روږدي کسان چې اوس په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي، ټول ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو اوسيدونکي دي .
پاى\ج  \ ذ

 

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 18:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.