په دولتي اداروکې د ځوانانو د کمېټي د جوړولو لپاره د نظر غوښتنې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو  چارو معينيت نن په دولتي ادارو کې د ځوانانو د کميټو د جوړولو په مقصد د دولتي ادارو د ځوانانو د کميټو دغړو د نظر غوښتنې په نامه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکترکمال سادات څرګنده کړه چې په دولتي ادارو کې د دغو کمېټو جوړول کولاى شي په دولتي ادارو کې د ځوانو کارکوونکو ستونزې وڅيړي.
ده ټينګار وکړ چې د دغو کمېټو په جوړولو سره کولاى شو د ځینو روغتيايي، تحصيلي او نورو ستونزو د حل کولو ترڅنګ، ملي او پوه ځوانان وپېژنو او د هغوى د ټولنيز ځاى هڅونې او ودې ته پاملرنه وکړو.
ډاکتر سادات دغه راز له ځوانانو څخه وغوښتل چې په ادارو کې له مراجعينو سره  ښه چلند او د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې زياتې هلې ځلې وکړي.
د دغې غونډې په دوام د دغه معينيت يوشمېر نورو مسوولينو هم خبرې وکړې او د ځوانانو چارو معينيت د ١٣٩٧ کال د ترسره شويو فعاليتونو په باب يې معلومات وړاندې کړل او وروسته د غونډې برخه والو د ځوانانو د کمېټو د جوړولو د څرنګوالي په باب خپلې نظريې شريکې کړې.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 18:16
back to top