01 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په يوه ترافيکي پېښه کې يوولس سپرلۍ ووژلې شوې

په يوه ترافيکي پېښه کې يوولس سپرلۍ ووژلې شوې

-کابل /دتلې ١٠مه /باختر: ١١ سپرلۍ د قندهار – هرات په...

په ننګرهار کې  د شنو خونو په جوړولو سره زراعتي حاصلات زيات شوي دي

په ننګرهار کې د شنو خونو په جوړولو سره زراعتي حاصلات زيات شوي دي

کابل /د تلې ١٠مه /باختر: په ننګرهار کې د شنو خونو...

په هرات کې لس تنه د جنايي جرمونو په تور و نيول شول

په هرات کې لس تنه د جنايي جرمونو په تور و نيول شول

کابل /دتلې ١٠مه /باختر په هران کې لس تنه په جنايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسالنګ لويه لاره دواورې او باران دسختو اورښتونو او دتوپان دچليدو له امله وتړل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
دواورې دسخت اورښت او دتند باد دچليدو له امله دسالنګ لويه لاره دتيرې شپې راپديخوا دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوول انجنير عبدالبصير حبيبي  د باختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دواورې دپرله پسې  اورښتونو او دتندو بادونو دچليدو له امله په سالنګونو کې تګ راتګ بند شوى دى .
ده په دې لويه لاره کې حالت بيړنۍ اعلام کړ .
حبيبئ زياته کړه چې دسالنګ دلوى لارې دمسافرانو دسراو مال دخوندي کيدو په مقصد باروړونکي اومسافر وړونکي موټرونه دپروان ولايت جبل السراج  اودبغلان  ولايت دخنجان په ولسواليو کې دلارې تر پرانستل کيدو پورې درول شوي دي .
دسالنګونو  دساتنې او څارنې مسوول ټينګار کوي چې ښايي حالت په همدې ډول دوام ومومي او لاره تر سبا غرمې پورې هم دترافيکو پرمخ تړلې پاتې شي .
  دسالنګ ستراتيژيکي  لاره کله ناکله  دژمي په فصل کې دواورې داورښتونو او دواورې ښوييدنې  له امله دترافيکو پرمخ تړل کېږي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.