دسالنګ لويه لاره دواورې او باران دسختو اورښتونو او دتوپان دچليدو له امله وتړل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
دواورې دسخت اورښت او دتند باد دچليدو له امله دسالنګ لويه لاره دتيرې شپې راپديخوا دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوول انجنير عبدالبصير حبيبي  د باختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دواورې دپرله پسې  اورښتونو او دتندو بادونو دچليدو له امله په سالنګونو کې تګ راتګ بند شوى دى .
ده په دې لويه لاره کې حالت بيړنۍ اعلام کړ .
حبيبئ زياته کړه چې دسالنګ دلوى لارې دمسافرانو دسراو مال دخوندي کيدو په مقصد باروړونکي اومسافر وړونکي موټرونه دپروان ولايت جبل السراج  اودبغلان  ولايت دخنجان په ولسواليو کې دلارې تر پرانستل کيدو پورې درول شوي دي .
دسالنګونو  دساتنې او څارنې مسوول ټينګار کوي چې ښايي حالت په همدې ډول دوام ومومي او لاره تر سبا غرمې پورې هم دترافيکو پرمخ تړلې پاتې شي .
  دسالنګ ستراتيژيکي  لاره کله ناکله  دژمي په فصل کې دواورې داورښتونو او دواورې ښوييدنې  له امله دترافيکو پرمخ تړل کېږي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

back to top