24 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلور ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

څلور ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د وري د مياشتې ۴ مه مرکزي بانک...

د ډاډګیرینې پيغام

د ډاډګیرینې پيغام

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۴مه د افغانستان د عالمانو د...

جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته درناوی وکړ

جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته درناوی وکړ

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۴مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

وينې ورکوونکې ټبې ته ورته ناروغى دپنجشير يو اوسيدونکى وواژه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
په پنجشير  کې ديوې کورنى غړي وينې ورکوونکې ټبې ته په ورته ناروغى اخته شول او يوغړى يې پرون له منځه لاړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال فياض رحيمي دخبرله مخې،  پنجشير ولايت ددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغې کورنى ټول غړي په هغې ناروغى اخته شوي دي چې وينه ضايع کوي .
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا  رييس ډاکتر شيردل دانش وويل چې په دغې ناروغى اخته کسان ددغه رياست دروغتيايي ټيم په واسطه دکابل  ښارانتاني روغتون  ته لېږدول شوي دي خو يوتن يې چې زياته وينه يې ضايع کړې وه مړ شو .
ده زياته کړه ښايي چې ددغې کورنى  غړي دايبولا په ناروغۍ اخته شوي وي خو دکابل ښار دانتاني  روغتون سرطبيب  ډاکتر مموزي  باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې دناروغى څرنګوالى مشخص شوى نه دى خوښايي  چې دغه ناروغ په وينې  ورکوونکى تبې اخته شوي وي.
ده وويل ديوې کورنى  لس تنه غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي پرون له پنجشير څخه دغه روغتون ته ولېږدول شول  خو يوتن يې دزياتې وينې توييدو په نسبت مړ شو  خو نور دغه ناروغان ترجدي مراقبت لاندې دي او دهغوى دژغورنې لپاره به له هر امکان څخه کار واخستل شي .
ډاکتر مموزي  وويل چې همدا اوس دناروغۍ دڅرنګوالي  د موندلو لپاره کار جريان لري او ټول اخته کسان تر درملنې لاندې دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.