25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کونړ په مرکز کې د ۲۴ ساعته برېښنا فعالېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسعد اباد باختر د سلواغې ۲۹ مه
د افغانستان د برېښنا شرکت د څلور مېلیونو افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې دولتي ادارو او د ښار هټۍ والو ته څلرویشت ساعته برېښنا فعاله شوه .
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې،  د نوي ډېنمو ،ترانسپرمر او د شبکې په فعالېدو سره اوس برېښنا منظمه او په دوامداره توګه به ترې دولتي ادارې او د ښار هټۍ وال ګټه واخلي .
نوموړي د خبرو په دوام وویل: د ابي برېښنا کوټ وړتیا له (۱۵۰) کیلو واټه څخه تر (۴۰۰ ) کیلو واټه لوړه شوې او په کلیوالي سیمو کې د شبکې بشپړېدو  وروسته به د برېښنا څخه پاتې کورنیوته هم برېښنا وغځول شي.
په همدې حال کې د کونړ د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي د برېښنا شبکې په فعالېدو خوښي څرګند کړه او د ښار ټولو سیموته یې د برېښنا غځېدو غوښتنه وکړه.
هاخوا د کونړ د برېښنا رئیس عبدالشکور عابد بیا وايي چې د دولتي ادارو او د ښار هټۍ والو ته د څلر ویشت ساعته ابي برېښنا د ورکړې ترڅنګ یې یو مېګاواټ ډیزلي برېښنا هم فعاله کړې ،چې څلو ر سوه کیلو واټه یې کلیوالي سیمو ته ورکړل شوې او د شبکې جوړیدو وروسته به پاتې ثبت شویو کورنیو ته هم برېښنا ورسول شي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.