21 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دجمهور رييس پيغام

دجمهور رييس پيغام

-کابل باختر د وري لومړي : دنوي کال په مناسبت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بدخشان کې د غونډو سالون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه  
د بدخشان ولايت د غونډو د تالار ودانۍ پرون ددغه ولايت د والي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
د بدخشان والي احمد فيصل بيکزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ د ۳۹۷ متره مربع ځمکې په ساحه کې د آلمان د پرمختيايي بانک په مرسته د څه دپاسه ۳۸ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د اغاخان دفتر له خوا جوړه شوې ده.
ده زياته کړه: دغه تالار په يوه وخت کې د ۳۰۰ تنو ظرفيت لري چې د وسايطو پارکينک، شنه ساحه، د اور ضد وسايل او نور ضروري ملحقات لري .
دغه تالار په ځمکه کې د لومړي ځل لپاره د لاجوردو له کوچنيو ډبرو څخه هم استفاده شوې ده .
د بدخشان والي څرګنده کړه چې دغه ودانۍ د ميلمنو لپاره د هرکلي دفتر، سمبال پخلنځى، د چاى څښلو خونه او عصري تشنابونه لري.
پاى\  ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.